کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو ویلی، چې آغا خان بنسټ په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو تاریخی آبدو د بیارغولو لپاره چمتووالی ښودلی.
د دغه ولایت اطلاعات او کلتور رییس په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر له رییس سره په کتنه کې ویلی، چې سرپرست حکومت د تاریخی آثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره یې باید موسسې او بنسټونه دې برخه کې همکاری وکړی.
نوموړی د هرات د پنځم منار جام چارې مهمې وبللې او د کار په چټکتیا یې ټینګار وکړ.
څو میاشتې وړاندې په هرات کې زوروې زلزلې په ځانی او مالی زیانونو اړولو سربېره د دغه ولایت یو شمېر تاریخی آبدې هم زیانمنې کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ