کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات پاشدان بند پروژې مسوولینو ویلی، د دې بند جوړولو چارې په عادی ډول روانې دی چې تر دا دمه یې د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دی.
د مسوولینو په وینا دغه بند د ۵۴ میلیونه مکعب متره اوبو ذخیره کولو په وړتیا سره جوړیږی.
د دوی په خبره دې بند کې د بهرنیو انجینرانو په ګډون تر ۳۰۰ زیات کسان په کار بوخت دی. د هرات سیندیزې حوزې مسوولین وایی، د پاشدان له بنده به د کرنې او اوبو لګولو تر څنګ دوه میګاواټه برېښنا هم تولید شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ