معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

هرات کې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هرات ښاروالۍ مسوولینو ويلي، چې په دغه ولایت کې د یولسمې ناحیې اړوند له فرقې څخه تر کاریزک پورې د سړک د ختیځې برخې د قیر کولو چارې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د هرات ښاروال د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه سړک د یادې ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲ زره ۱۷۴ مترو په اوږدوالي جوړیږي چې عملي چارې یې نن پیل شوې.
نوموړي دغه راز له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د ښار د ښکلا او پراختیا په چارو کې له یادې ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د رغولو چارې د قراردادي شرکت له لوري د ۱۸۰ ورځو په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس