کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د یولسمې ناحیې اړوند له فرقې څخه تر کاریزک پورې د سړک د ختیځې برخې د قیر کولو چارې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د هرات ښاروال د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې ویلی، چې دغه سړک د یادې ښاروالۍ په مالی ملاتړ د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲ زره ۱۷۴ مترو په اوږدوالی جوړیږی چې عملی چارې یې نن پیل شوې.
نوموړی دغه راز له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د ښار د ښکلا او پراختیا په چارو کې له یادې ښاروالۍ سره همکاری وکړی.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د رغولو چارې د قراردادی شرکت له لوری د ۱۸۰ ورځو په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ