کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، چې سږکال په یاد ولایت کې د انګورو حاصلات ۳۳ سلنه کم شوی دی.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر وایی، د سختې سړې هوا او د اوبو د کمښت له کبله د مېوو او غلو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې سږکال د انګورو حاصلات ۱۰۰ زرو ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېرکال ۱۵۰ زره ټنه وه، چې دا شمېر ۳۳ سلنه کموالی ښیی.
نوموړی په هرات کې د معیاری د ممیزو لپاره ۱۳۵۰ خونې جوړې شوې چې ممیز تولیدوی.
د یادونې وړ ده، چې دغه ولایت ۴۸ ډوله انګور او ۱۲ زره هکټاره د انګورو بڼونه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ