هرو ۱۵ ورځو کې افغانستان سره ۸۰ میلیونه ډالره مرسته کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایی، په هرو دوو اوونیو کې ملګری ملتونه افغانستان ته ۸۰ میلیونه ډالره نغدی مرسته لېږدوی.
سیګار تېره ورځ په یوه راپور کې ویلی، دغه پیسې د افغانستان بانک او سرپرست حکومت ته نه دی ورکړل شوی، بلکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ته ورکړل شوی، چې په دې هېواد کې پر بشری چارو لګول کیږی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې څخه تر د ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې پورې ملګرو ملتونو ۲،۹ میلیارد ډالره کابل ته لېږدولی او پر بشری چارو یې لګولی دی.
سیګار زیاته کړې، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانانو تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.