کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترش په یو ټویټ کې ویلی، هر کال ۸ لکه مېرمنې او نجونې د پاکو اوبو او روغتیایی خدمتونو د نشتون له امله ژوند بایلی.
ګوترېش زیاته کړې، دا یوه تراژیدی ده چې باید د مخنیوی لپاره یې بېړنی اقدامات ترسره شی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغو بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو د لاس رسی ډاډ د سالم او خوندی ژوند د تېرولو لپاره اړین دی.
افغانستان کې د مرکز کابل په ګډون د یو شمېر ولایاتو اوسېدونکی د پاکو اوبو د کمبود او نشتون له کبله رنځیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ