معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هسپانیا کې یو سړي پر دوو کلیساوو برید وکړ

هسپانیا کې یو سړي پر دوو کلیساوو برید وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
هسپانوي رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ماښام د هسپانیا په الجیکراس ښار کې یو سړي د ستر چاقو پر مټ په دوو کلیساو برید وکړ.
دغه برید په یو څه ډېرو کسانو شوی، خو رسنیو ته بیا چارواکو د کليسا د یوه کارکوونکي د وژل کېدو او د یو پادري د ټپي کېدو پخلی کړی.
رسنیو ته پولیسو ویلي، چې دا پیښه د یوې ترهګریزې پېښې په توګه څېړي.
پولیسو د بریدګر هویت یا انګېزه نه ده په ډاګه کړې، خو د ایل پایس په ګډون هسپانوي ورځپاڼو راپور ورکړی چې برید کوونکی ۲۵ کلن مراکشی دی.
د دغه ښار د مسلمانانو ټولنې دغه برید وحشیانه بللی او غندلی یې دی.
د محل جومات په اعلامیه کې چې پر فیسبوک خپره شوې، ویل شوي چې دا برید له اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تړاو نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس