کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
هسپانوی رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ماښام د هسپانیا په الجیکراس ښار کې یو سړی د ستر چاقو پر مټ په دوو کلیساو برید وکړ.
دغه برید په یو څه ډېرو کسانو شوی، خو رسنیو ته بیا چارواکو د کلیسا د یوه کارکوونکی د وژل کېدو او د یو پادری د ټپی کېدو پخلی کړی.
رسنیو ته پولیسو ویلی، چې دا پیښه د یوې ترهګریزې پېښې په توګه څېړی.
پولیسو د بریدګر هویت یا انګېزه نه ده په ډاګه کړې، خو د ایل پایس په ګډون هسپانوی ورځپاڼو راپور ورکړی چې برید کوونکی ۲۵ کلن مراکشی دی.
د دغه ښار د مسلمانانو ټولنې دغه برید وحشیانه بللی او غندلی یې دی.
د محل جومات په اعلامیه کې چې پر فیسبوک خپره شوې، ویل شوی چې دا برید له اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تړاو نه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ