هلمندی مشرانو د اسلامی حدودو په چوکاټ کې د ښځینه تعلیم پر ژر پیل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تېره ورځ د هلمند ولایت یو شمېر قومی مشرانو، دینی عالمانو او سپین ږیرو په یوه ټولېدنه کې له افغان حکومته غوښتی، چې د دوی خویندو او لورګانو ته د اسلام په چوکاټ کې هر څه ژر د تعلیم زمینه برابره کړی.
دوی خپلو خبرو کې تعلیم د ښځینه قشر شرعی حق بللی او ټینګار یې کړی چې حکومت دې ورته د اسلام په اډانه کې د زمینې برابرولو په برخه کې ګامونه چټک کړی.
د روان تعلیمی کال له پیله سرپرست افغان حکومت له شپږم ټولګی پورته د نجونو زده‌ کړې وځنډولې او شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې بیا اعلان وکړ چې تر دوهم امر پورې دې نجونې پوهنتونونو ته لاړې نشی.
مسوولینو تر اوسه د دغو ځایی مشرانو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو تېر کې یې یادونه کړې چې دوی د اسلام په چوکاټ کې د ښځینه قشر کار او تعلیم ته ژمن دی. مسوولینو زیاته کړې وه چې د حکومت مسوولین اوس د ښځینه قشر د تعلیم لپاره په یو میکانیزم باندې کار کوی چې پرمټ به یې ټول هېواد کې د اسلامی حدودو په رعایت سره افغان مېرمنې تعلیم ته لاسرسی پیدا کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.