کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د وسایطو د ثبت په پروسه کې اته عرادې غلا کړل شوې موټرې پیدا او خپلو اصلی مالکانو ته یې تسلیم کړې.
د خبر پر بنسټ، د هلمند ترافیکو مدیریت زیاته کړې، چی په تېرو څو میاشتو کې د دغه ولایت سربېره نورو ولایاتو کې هم ډېری غلا شوې موټرې پیدا او خپلو اصلی خاوندانو ته یې سپارلی دی.
نوموړی ټینګار کوی، چې د موټرو د ثبت دا پروسه یې شفافه ده او هڅه کوی چې خلکو ته په یاده برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړی.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د وسایطو د ثبت پروسه په ټول هېواد کې په چټکۍ سره جریان لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ