هلمند کې اووه تنه انسان تښتوونکی نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت چارواکو ویلی، چې تېره ورځ یې په موسیٰ قلعه ولسوالۍ کې اووه تنه انسان تښتوونکی، چې د نعمت الله په نوم یو تن یې د باباجی ولسوالۍ څخه اختطاف کړی و، ونیول.
د خبر پر بنسټ دغو انسان تښتوونکو د یاد کس د خوشې کولو پۀ بدل کې د نوموړی له قریبانو څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کړې وه.
امنیتی مسوولینو ویلی، چې دغه انسان تښتوونکی د موسیٰ قلعه ولسوالۍ امنیتی ځواکونو د یو لړ کشفی معلوماتو پر اساس د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولی دی.
دوی زیاتوی، چې نعمت الله په نوم تښتول شوی کس هم د دغو تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.