هلمند کې دوه تنه د اوسپنې قاچاق کوونکی نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه تنه د اوسپنې قاچاق کوونکی له درې موټره اوسپنې سره یوځای نیول شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې امنیتی ځواکونو د ګزمې پرمهال درې عرادې سېپا موټرې نیولی، چې غوښتل یې یاده اوسپنه پاکستان ته قاچاق کړی.
د چارواکو په خبره، هېڅ وخت به چاته اجازه ورنه کړی، چې له هېواده په غیر قانونی ډول اوسپنه او نور توکی بهر ته ولېږدوی.
د دوی په خبره یاد نیول شوی کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.