کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنایی، تروریزم او نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریتونو له لوری په تېره یوه میاشت کی ۲۲۴ تنه پر جرمونو تورن کسان نیول شوی دی.
د خبر پر بنسټ یاد مجرمین د غلا، قتل، اخلاقی فساد، د غیر قانونی وسلو ګرځول، د نشه یی توکو پېر او پلور او یو شمېر نورو جرمونو په تور نیول شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې د نیول شویو کسان سره پنځه میله مختلف النوع وسلې، اته لاسی بمونه، ۱۴ سوه ۲۷ پیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، یوه پایه کوډال مخابره، ۱۵ عرادې موټرسایکلان، یوه عراده موټر، ۵ پایې موبایلونه، ۹۵ زره پاکستانۍ کلداری او یو شمېر نور اجناس نیول شوی دی.
مسوولین وایی، چې د نیول شویو کسانو دوسیې بشپړې او اړوند محکمو ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ