کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند په نادعلی کې د سګرټ اور له امله یو دوکان او یو موټرسایکل په بشپړ ډول وسوځېد.
د خبر پر بنسټ دغه پېښه تېره ورځ د نادعلی ولسوالۍ سېپن سیمه کې رامنځته شو.
د خبر پر اساس د اور لګېدو علت د سګرېټ اور و، چې څکوونکی یې پاتې شونی نامناسب ځای کې غورځولی و.
سرچینې ویلی، چې دغه اورلګېدنه کې د ۱ لک ۸۲ زره افغانیو په ارزښت یو دوکان سره د یو موټرسایکله په بشپړ ډول سوځولی دی.
ځایی مسوولینو ویلی، چې د یادې پېښې په تور یې یو تن نیولی او اړوند ارګانونو ته یې سپارلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ