هلمند کې د پنبې د پروسېس یوه بله کارخونه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د خبر پر بنسټ، یاده کارخونه په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوی.
د دې کارخونې مسوول ذبیح الله عادل رسنیو ته ویلی، دغه کارخونه یې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې، چې شاوخوا ۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د هلمند د سوداګرۍ خونې غړی حاجی ګوهر رهنما هم وایی، چې په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېری کروندګرو پانګونې ته مخه کړې.
د هلمند اوسېدونکی په دغه ولایت کې د دې ډول فابریکو جوړېدل ګټور بولی او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.