کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نهه ښوونځي جوړیږي.
د مسوولینو په خبره د دغو ښوونځيو د جوړولو چارې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته مهال د هلمند یو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي د دغه ښوونځيو ودانیو جوړېدو ته خوښ دي، خو د ښوونکو او درسي موادو کمښت ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي وو، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو سربېره به، هغه ۲۰ نور ښوونځي هم له سره ورغوي، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/