هلمند کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹ ښوونځی جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند سیمه‌ ییزو مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوری د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نهه ښوونځی جوړیږی.

د مسوولینو په خبره د دغو ښوونځیو د جوړولو چارې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

په ورته مهال د هلمند یو شمېر اوسېدونکی او زده کوونکی د دغه ښوونځیو ودانیو جوړېدو ته خوښ دی، خو د ښوونکو او درسی موادو کمښت ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی وو، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو سربېره به، هغه ۲۰ نور ښوونځی هم له سره ورغوی، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.