ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۷مه اود مارچ ۲۷مه نېټه ده) هلمند کې د دولت ځایی چارواکی وایی، د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس حافظ راشد هلمندی رسنیو ته ویلی، پیښه تیره شپه (د وری په ۶مه) د ناوې ولسوالۍ د «تریخ ناور» سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایی، د رحمت الله په نوم دغه کس په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
هلمندی وایی، د وژل شوی کس په تور یې تراوسه څوک نه دی نیولی او د نیولو هڅې یې روانې دی.
تراوسه معلومه نه ده چې د یاد کس د وژل کیدو لامل څه و.
له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نامعلومه کسانو له خوا وژنې زیاتې شوی دی چې له امله یې خلک اندیښمن دی.
گهیځ