کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ځایی مسوولینو ویلی، چې په مرکز لښکرګاه او دریو ولسوالیو کې یې ۹۹۰ جریبه دولتی ځمکه له غصبه را ګرځولې ده.
د مسوولینو په وینا یاده ځمکه د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اړوندو کرنیزو خدمتونو مدیریتونو په همکارۍ په تېرو دریو ورځو کې د لښکرګاه ښار په ګډون د ناوې، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې له غصبه ګرځول شوې ده.
دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه اتمې حوزې اړوند بېلابېلو ساحو او د سرکار عمومی سړک ته څېرمه ۷۵ جریبه ځمکه هم بررسی شوې، چې ۴۰ جریبه ترې دولتی ځمکه تشخیص شوې ده.
سرپرست افغان حکومت په دې وروستیو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو هڅې ګړندۍ کړې دی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ