معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هندوستان د دوهم ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

هندوستان د دوهم ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان د اوو منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې تېر ماښام وشوه، هندوستان لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه چې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

یادې لوبډلې ته ویرات کولي ۷۶ او اکشر پټیل ۴۷ منډې وکړې.

سویلي افریقا د هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۹ منډې وکړې.

سویلي افریقا ته هیریک کلاسن ۵۲ منډې وکړې او د هند لپاره هارډیک پانډیا درې لوبغاړي وسوځول.

دا دوهم ځل دی چې هندوستان د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ګټي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس