کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې هندوستان د اوو منډو په توپیر سویلی افریقا ته ماتې ورکړه.
یاده سیالی چې تېر ماښام وشوه، هندوستان لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه چې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.
یادې لوبډلې ته ویرات کولی ۷۶ او اکشر پټیل ۴۷ منډې وکړې.
سویلی افریقا د هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۹ منډې وکړې.
سویلی افریقا ته هیریک کلاسن ۵۲ منډې وکړې او د هند لپاره هارډیک پانډیا درې لوبغاړی وسوځول.
دا دوهم ځل دی چې هندوستان د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ګټی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ