هندوستان د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم لېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۵مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د هند حکومت پرېکړه کړې، چې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم د ایران د چابهار بندر له لارې ولېږی.
هندی رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلی، د دغو ۲۰ زره ټنو غنمو لومړنۍ محموله چې دوه نیم زره ټنه دی، د همدې اونۍ تر پایه هرات ولایت ته رسیږی.
هند له افغانستان سره د دغو مرستو هدف د بشری ناورین د مخنیوی هڅه بللې ده.
د راپورونو له مخې هند تر دې مخکې هم ۴۰ زره ټنه غنم د پاکستان د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته لېږلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.