کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د رسنیو راپورونو له مخې هند او پاکستان له یو بل سره د خپلو اټومی تاسیساتو لېستونه تبادله کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، دا تبادله د هغې هوکړې په بنیاد شوې چې هر کال د جنورۍ په لومړۍ ترسره کیږی.
دغه هوکړه په ۱۹۸۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د پاکستان د اټومی تاسیساتو لېست او لارښوونې په رسمی ډول اسلام اباد کې د هند عالی کمېشنرۍ ته سپارل شوی دی. اعلامیه کې راغلی چې هند هم په نوی ډیلی کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت ته خپل همدغه شان لېست سپارلی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر سیمې پر سر له لسیزو راهیسې جنجال روان دی چې د همدې جنجال له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وخت نا وخت ترینګلې کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ