کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلومبرګ رسنۍ خبر ورکړی، چې د هند حکومت به ډېر ژر د افغان حکومت مهم ډیپلوماټان خپل هېواد ته راوغواړی.
دا اقدام د نوی ډیلی له لوری له کابل سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو نوی پرمختګ بلل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دوه افغان ډیپلوماټان د افغانستان سفارت د چارو پرمخ وړلو لپاره نوی ډیلی ته ورپېژندل شوی دی.
دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسی او اقتصادی اړیکو د پراخوالی لپاره هڅې زیاتې شوې دی.
تر دې وړاندې هم هند ممبۍ کې اکرام الدین کامل د افغانستان سرکنسل په توګه منلی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ