هند د لږکیو د غصب شویو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۶مه نېټه):
د هند حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان دا پرېکړه ستایلې چې په هېواد کې به د هندو او سیک اقلیت غصب شوې ځمکې بېرته راګرځوی او ا اقدام یې یو “مثبت بدلون” بللی دی.
هندی رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند “راندیر جیسوال” دوه ورځې مخکې په یوه خبری کنفرانس کې ویلی دی چې “موږ په دې تړاو رپوټونه کتلی دی، که د افغان حکومت دا پرېکړه کړې وی نو دا یو مثبت بدلون ګڼو.”
دا پداسې حال کې ده چې په کابل کې د افغان حکومت د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون څه موده مخکې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خپلو تخنیکی ټیمونو ته امر کړی چې د هندو او سیک اقلیتونو غضب شوې او هغه ځمکې تشخیص او په نښه کړی، چې د جعلی وکالت خطونو په وسیله یې د غصبېدو امکان موجود وی.
دا پداسې حال کې ده چې هند په ۲۰۲۲ کال په کابل کې د سیکانو پر یوه درمسال د داعش ډلې تر برید وروسته هند اعلان کړی و چې د افغانستان سلګونو سیکانو ته “بېړنۍ” ویزې ورکوی.
په افغانستان کې یو شمېر هندوان او سیکان له پېړیو پېړیو ژوند کوی او دلته پلرنۍ ځمکې او جایدادونه لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.