کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هندوستان کرکټ ملی لوبډلې په دوهمې شل اوریزې سیالۍ کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
د خبر پر بنسټ، په دې سیالۍ کې افغانستان د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، چې کوربه لوبډلې په ۱۶م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان پوره کړ.
د دې لوبې پچه هم هندی لوبډلمشر ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
په افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب تر ټولو ښه وځلید هغه په ۳۵ توپونو ۵۷ منډې وکړې.
دغه راز نجیب الله ځدراڼ ۲۳، مجیب الرحمن ۲۱ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.
دا لومړی ځل دی، چې په شل اوریز کرکټ کې افغانستان د هند پر وړاندې ۱۷۲ منډې کوی.
په هندی توپ اچونکو کې ارشدیپ سېنګ ۳، اکشر پټیل او روی بیشنوی دوه دوه لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت دوه، فضل حق فاروقی او نوین الحق یوه – یوه ویکټ وسوځوه.
خبر زیاتوی، چې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه په بنګلور ښار کې ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ