کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۵):
د رسنیو د راپورونو لۀ مخې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تېره ورځ هند ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن په نوی ډیلی کې د هندوستان د امنیتی سلاکارانو پۀ ګډون د منځنی اسیا هېوادونو د ملی امنیت لۀ سلاکارانو سره غونډه وکړی.
هندی رسنۍ هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې دغه ناسته نن په نوی ډیلی کې ترسره کېږی چې په کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملی امنیت سلاکاران او د ترکمنستان سفیر ګډون کوی.
د دغې رسنۍ لۀ قوله دا د خپلې بڼې پنځمه ناسته ده چې هندوستان د ملی امنیت سلاکار اجیت دووال به یې کوربه وی. هندی چارواکو ویلی چې د افغانستان وروستی امنیتی او سیاسی حالت به د دې ناستې د اجنډا مهمه او لومړۍ برخه وی. هندوستان ټایمز زیاته کړې چې هندوستان او د منځنی اسیا هېوادونه په سیمه کې د امنیت او سولې په برخه کې ګډې ګټې لری او د دې ترڅنګ د منځنی اسیا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لری، چې له همدې امله د افغانستان حالات پر دغو هېوادونو نېغ په نېغه اغېزه لری.
ټاکل شوې چې تر دغې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ اماراتو ته سفر وکړی او هلته هم له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو ناستې ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ