کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر له یوه هندی ټلویزیون سره په مرکه کې ویلی، پاکستان لا هم ترهګرۍ ته وده ورکوی او هغه ملک چې د ترهګرو ملاتړی وی، مذاکرات او کرکټ ورسره نه شی کېدای.
د ده په خبره پاکستان سره د مذاکراتو بیا پیلول یوه پېچلې معامله ده؛ ځکه په خبره یې پاکستان هر وخت هند ته وسلې او نور تخریبوونکی توکی رالیږی، نو له داسې هېواد مشرانو سره مذاکرات څنګه کېداى شی؟
شنکر زیاته کړې، د پاکستان له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیات هند اغېزمن شوی دى او په وینا یې تر څو چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلی، تر هغې ورسره دوه اړخیزې اړیکې نه جوړیږی.
پاکستان تر دا مهاله د هند د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ