کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، د رسنیو هغه راپورونه یې په پام کې نیولی، چې له مخې یې پاکستانی لوری افغان خاوره کې هوایی بریدونه کړی او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکیان وژل شوی دی.
اعلامیه کې د دغو بریدونو غندنه شوې او ویل شوی، چې دا د پاکستان یوه پخوانۍ کړنلاره ده.
د اعلامیې په وینا پاکستان د خپلې کورنۍ ناکامۍ ملامتیا پر خپلو ګاونډیانو تپی.
پاکستان دې وروستیو کې د خپلو داخلی مشکلاتو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ