هندی رسنۍ وایی، چې هېواد یې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزی.
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د هندی رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې، دوی هوډ لری څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت له سره پیل کړی او خپل سفارت پرانیزی.
سرچینه وایی چې د اسلامی امارت له راتګ وروسته د دغه هېواد سفارت په کابل کې خوندی دی او هېڅ ډول ګواښ نه دی ورته جوړ شوی چې له امله یې دوی په کابل کې د خپلو فعالیتونو د بېرته پیلولو په لټه کې دی.
بلخوا افغان حکومت بیا تازه د سعودی عربستان د قونسلی خدماتو له پیلېدو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د سعودی عربستان ډیپلوماټان کابل ته راغلی دی او د دغه سفارت قونسلی برخه یې پرانستې ده.
د بهرنیو چارو د وزرات په خبرپاڼه کې راغلی، چې اسلامی امارت په پلازمېنه کې د ټولو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو ملاتړی دی او تمه لری چې له نړیوالو سره یې اړیکې ښې او عادی حالت ته را وګرځی.
گهیځ