کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا کپ کرکټ سیالۍ د هند په بری پای ته ورسېده.
دا اتم ځل دی چې هند د آسیا جام ګټه په خپل نوم کوی. د سریلانکا د کولمبو په ښار کې کوربنې لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د هند محمد سراج د سریلانکا شپږ لوبغاړی ژر – ژر وسوځول او دا لوبډله یې پرېنښوده چې لوی هدف وټاکی.
د سریلانکا ټوله لوبډله په ۱۵.۲ اورونو کې وسوځېده.
د هند تېزو توپ اچوونکو محمد سراج شپږ، هارډیک پانډیا درې او جاسپریت بومرا یو سریلانکایی لوبغاړی اوټ کړل. هند دا هدف په ډېرې اسانۍ سره په ۶.۱ اورونو کې پوره او سریلانکا ته یې په لسو وېکټو باندې ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولی خپله کړه.
دا لوبې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پاکستان اوسریلانکا په کوربتوب پیل شوې وې، چې په کې افغانستان، بنګلدېش، سریلانکا، پاکستان، نیپال او هند لوبډلو لوبې ترسره کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ