کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱ نېټه):
رسنیو ته د هند په حېدرآباد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل ویلی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوی ډیلی کې د افغانستان د سفارت د کونسلی خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بېرته پیل کړی دی.
په حېدرآباد کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خېل په یوه.ویډیوی پیغام کې ویلی، چې ده او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې مېرمن ذکیې وردګ په نوی ډیلی کې د سفارت د کونسلی چارو مسوولیت د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه او افغانانو ته د کونسلی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منلی دی.
په حېدرآباد کې د افغانستان جنرال کونسل زیاته کړې، چې نوموړی او ذکیې وردګ د هند بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو او هلته ورڅخه د دغه وزارت چارواکو په نوی ډیلی کې د افغانستان د سفارت د کونسلی خدمتونو د بېرته پیلولو غوښتنه وکړه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ