هند کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ګډه امنیتی ناسته ترسره شوه:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۶):
په دغه ناسته کې د ازبکستان د ملی امنیت سلاکار ویکټور محمودوف ویلی چې افغانستان باید څنډې ته پرې نښودل شی.
د نوموړی په خبره لا هم افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ستراټیژیک امکانات او فرصتونه شته.
د غې ناستې یو شمېر ګډونوالو د افغانستان وضعیت پېچلی ګڼلی او باور یې ښودلی چې دا ډول وضعیت به د سیمې پر امنیتی وضعیت بدې اغېزې ولری. د هند د ملی امنیت سلاکار په دې ناسته کې ویلی چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ترهګرو ډلو ګواښونه د ټولو لپاره یوه ستره اندېښنه ده. خو د اسلامی امارت مسوولینو بار بار ویلی، چې د افغانستان خاورې نه به هېڅ کوم بهرنی هېواد ته ګواښ نه پېښیږی.
دا ناسته داسې مهال جوړېږی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم له یو شمېر هندی چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.