کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په پلازمېنه کې د ډیلی پراختیایی ادارې له لوری د اخون جی په نوم د جومات ودانۍ نړول شوې ده.
د خبر پر بنست دغې چارې په دغه ښار کې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولی.
ځایی خلک وایی، دوی ته د دغې ودانۍ د نړولو په تړاو هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوی. نړیوالو رسنیو د ځایی اوسېدونکو له خولې لیکلی، چې دغه ځمکه دولتی نه ده او په خبره یې دوی د دغې ودانۍ قانونی اسناد لری.
په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون داسې اسناد ترلاسه کړی، چې ښیی د دغې ځمکې د ملکیت په اړه پرېکړه د محکمې له لوری ځنډول شوې ده.
په راپور کې راغلی چې په دغه ودانۍ کې د جومات ترڅنګ د بېسرپرسته ماشومانو ساتنه هم کېدله.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ