معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د ځمکې ښويېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ ته ورسېد

هند کې د ځمکې ښويېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندي رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي، چې د هند په سویلي ایالت کیرالا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ کسانو ته ورسېد.

د یاد ایالت ځایي چارواکو ويلي، دغه پېښه کې له ۲۲۰ ډېر کسان لا هم ورک دي.

د ژغورنې کارکوونکي وايي، دوی د نړېدلو چتونو او د ویجاړ شویو کورونو تر خاورو لاندې د هغو کسانو لټه کوي، چې کېدای شي ژوندي پاتې وي.

د خاورو او اوبو سخت توپان تېره ورځ یاده سیمه لاندې کړه، چې ډېر شمېر کورونه یې چپه او ونې یې له بېخه ووېستې.

د خبر پر بنسټ هلته سیمه کې لا هم سخت بارانونه دوام لري، چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.

دا په یاد ایالت کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ځمکې ښویېدنه تر ټولو لوی خونړی ناورین دی، هغه مهال یې هم له ۴ سوو ډېر کسانو ژوند اخیستی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس