کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هندی رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلی، چې د هند په سویلی ایالت کیرالا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ کسانو ته ورسېد.
د یاد ایالت ځایی چارواکو ویلی، دغه پېښه کې له ۲۲۰ ډېر کسان لا هم ورک دی.
د ژغورنې کارکوونکی وایی، دوی د نړېدلو چتونو او د ویجاړ شویو کورونو تر خاورو لاندې د هغو کسانو لټه کوی، چې کېدای شی ژوندی پاتې وی.
د خاورو او اوبو سخت توپان تېره ورځ یاده سیمه لاندې کړه، چې ډېر شمېر کورونه یې چپه او ونې یې له بېخه ووېستې.
د خبر پر بنسټ هلته سیمه کې لا هم سخت بارانونه دوام لری، چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخامخ کړی دی.
دا په یاد ایالت کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ځمکې ښویېدنه تر ټولو لوی خونړی ناورین دی، هغه مهال یې هم له ۴ سوو ډېر کسانو ژوند اخیستی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ