کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هند کې د کرکټ سوداګریزې سیالۍ “IPL” لوبې پیل شوې، چې په کې د افغانستان له لوبډلې هم اته لوبغاړی اخیستل شوی دی.
د کرکټ په دې سترې سوداګریزې سیالۍ کې به لس لوبډلې د شپږ اونیو په ترڅ کې ۷۴ سیالۍ ترسره کړی.
په سږنیو لوبو کې اته افغان لوبغاړی د بېلابېلو لوبډلو برخه دی.
په دغه سوداګریز لیګ کې راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټایټانز، نوین الحق د لکنوو، فضل الحق فاروقی د سن رایزر حېدر آباد، محمد نبی د ممبی ایڼډینز، مجیب الرحمن او رحمان الله ګربز د کلکټه نایټ رایډرز په لوبډلو کې لوبیږی.
دا لوبې چې د افغانستان پر وخت ماښام پیلیږی، د نړۍ په کچه یو له نوم وتو او د ډېرو مینوالو لرونکې سیالۍ دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ