هند کې د یو بس د چپه کېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۵۵ نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په کشمیر کې یوې کندې ته د یو بس د غورځېدو له امله ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵ نور ټپیان شوی دی.
دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې یو بس موټر، هندی زیارت کوونکی له پنجاب ایالت څخه کترا ښار ته لېږدول.
رسنۍ وایی، چې یاد بس جمو سیمې ته نږدې یوې کندې ته غورځېدلی دی. ویل کیږی چارواکی او د سیمې اوسېدونکی د پېښې ځای ته ورغلی او د ژغورنې عملیات یې پیل کړی دی.
د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د څرګندونو له مخې، د دې پېښې مړه او ټپیان د بیهار ایالت اوسېدونکی دی.
هند په نړۍ کې د سړکونو د خرابوالی له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لری، چې هر کال په سلګونو زره کسان په کې د دغه ډول پېښو له امله مړه او ټپیان کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.