کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې سبا د یکشنبې په ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې به د باران کچه د ۱۵تر ۵۰ ملی مترو پورې وی.
هېره دې نه وی چې تېره ورځ هم د هېواد شمالی ولایتونو کې خلکو ته د تېز باران او سېلابونو له امله ځانی او مالی زیانونه واوښتل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ