معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د باران او واورې اټکل کړی

هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د باران او واورې اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست ویلي، د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د باران او واورې د اورښت او سختو بادونو احتمال شته.

د یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سالنګونو په ګډون هرات، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندي، غزني، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار هغه ولایتونه یاد کړي، چې نن په کې د باران او واورې د اورښت اټکل شوی.

یاد ریاست د باران د اورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ میلي ‌متره او د واورې پنډوالی له ۱۰ تر ۳۰ سانتي‌ مترو پورې اټکل کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس