هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د باران او واورې اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست ویلی، د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې د باران او واورې د اورښت او سختو بادونو احتمال شته.

د یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سالنګونو په ګډون هرات، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندی، غزنی، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار هغه ولایتونه یاد کړی، چې نن په کې د باران او واورې د اورښت اټکل شوی.

یاد ریاست د باران د اورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ میلی ‌متره او د واورې پنډوالی له ۱۰ تر ۳۰ سانتی‌ مترو پورې اټکل کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.