هټیوال او کسب لرونکی د مالیاتو له معاف کېدو هرکلی کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد یو شمېر هټیوال او کسب لرونکی د سرپرست حکومت له لوری د مالیاتو معافیت غوره ګام ګڼی.

دوی وایی، د کاروبار د پیکه کېدو او د هټیو د لوړو کرایو له امله دوی د مالیاتو د ورکړې توان نه درلود.

د سرپرست حکومت امیر په تازه فرمان کې له هغو هټیوالو او کسبګرو چې په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور لری، مالیه اخیستل معاف کړل.

د اقتصادی چارو یو شمېر کارپوهان د مالیاتو معافیت د کسب لرونکو د ګټې وټې په زیاتوالی او کوچنیو سوداګریو ته د هېوادوالو په هڅونه کې اغېزمن ګڼی.

د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا د اصنافو مالیه هم له صفر عشاریه پنځه څخه صفر عشاریه درې سلنې ښکته شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.