هېواد ته د بې کیفیته نفتی توکو مخه نیول کېږی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد ۱۵مه او د اګسټ میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، د بې کیفیته او غیر معیاری تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسی.
د دغې خونې چارواکو په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کیفیته تېلو او ګازو د واردولو مخه نیسی.
دغې خونې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتیاو ته په کتو سره به باکیفیته نفتی مواد افغانستان ته واردېږی او په دې برخه کې به د غیر قانونی کړونو مخه نیول کېږی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د ا.ا حکومت له ازبکستان سره د تېلو او ګازو د وارداتو په برخه کې هوکړه کړې وه.
دا ټول اقدامات په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نفتی موادو بیې د پام وړ لوړې شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.