کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د درملو او روغتیایی محصولاتو ټولنې مسوولینو له سرپرست افغان حکومته غوښتی، چې دې هېواد ته د بې کېفیته او غیر قانونی درملو واردولو او قاچاق دې جدی مخنیوی وکړی.
د افغانستان د درملو او روغتیایی محصولاتو ټولنې فرهنګی مسوول ویلی، هېواد ته هر کال د یو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې درمل په قانونی او غیر قانونی ډول راوړل کیږی، چې دغه اندازه د مصرف کوونکو له اړتیاوو څخه پورته ده.
د نوموړی په خبره، مارکېټ کې د درملو زیاتوالی د ناسم رقابت سبب شوی چې په پایله کې یې د خوړو او درملو ملی ادارې له خوا په سلګونه ټنه تاریخ تېر درمل سوځول کیږی.
د ده په خبره، دا څه له یوې خوا د هېواد پانګې ته زیان اړوی او له بلې خوا د هوا ککړتیا سبب کیږی.
هېواد کې د درملو د ټیټ کېفیت له امله هر کال په میلیونو پیسې له افغانانو څخه نورو ملکونو کې په درملنې مصرفیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ