معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد ته د زرګونه کيلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

هېواد ته د زرګونه کيلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د فراه او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته زرګونه کیلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سیمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.

د خبرپاڼې له قوله نیول شویو توکو کې ۲ زره ۸۰۰ کیلو ګرامه حیواني درمل، ۹۸۹ کیلو ګرامه رُب، ۴۳۴ کیلو ګرامه مکروني، ۸۰۵ کیلو ګرامه وچ ګشنیز، ۳زره ۲سوه خالي بوجۍ او ۲۰۴ کیلو ګرامه چاکلیټ شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې اړه څو تورن کسان هم نیول شوي چې د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس