کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د فراه او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته زرګونه کیلو قاچاقی توکو د واردېدو د مخنیوی خبر ورکړی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سیمو کی یو شمېر قاچاقی توکی نیولی دی.
د خبرپاڼې له قوله نیول شویو توکو کې ۲ زره ۸۰۰ کیلو ګرامه حیوانی درمل، ۹۸۹ کیلو ګرامه رُب، ۴۳۴ کیلو ګرامه مکرونی، ۸۰۵ کیلو ګرامه وچ ګشنیز، ۳زره ۲سوه خالی بوجۍ او ۲۰۴ کیلو ګرامه چاکلیټ شامل دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې اړه څو تورن کسان هم نیول شوی چې د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ