معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد ته د پخې او خامې مالګې په واردولو مطلق بندیز ولګېد

هېواد ته د پخې او خامې مالګې په واردولو مطلق بندیز ولګېد

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسېس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي.
د دې ادارې د خوندیتوب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي ویلي، چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافي مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده.
هغه زیاته کړې، په کلني ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هېواد ته واردیږي، چې ۱۶۰ یې خوراکي او ۱۴۰ یې صنعتي مالګه ده، حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په کلني ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجیږي.
ایوبي له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې هېواد کې دننه د مالګې د پروسېس او تولید د کارخانو او فابریکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه او خپلې فابریکې او کارخونې دې د خوړو او درملو د ادارې په معیارونو برابر جوړې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس