کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې ویلی، چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسېس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دی.
د دې ادارې د خوندیتوب عمومی رییس ډاکتر نعیم الله ایوبی ویلی، چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافی مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده.
هغه زیاته کړې، په کلنی ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هېواد ته واردیږی، چې ۱۶۰ یې خوراکی او ۱۴۰ یې صنعتی مالګه ده، حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په کلنی ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجیږی.
ایوبی له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې هېواد کې دننه د مالګې د پروسېس او تولید د کارخانو او فابریکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه او خپلې فابریکې او کارخونې دې د خوړو او درملو د ادارې په معیارونو برابر جوړې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ