کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ويلي، د څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بغلان له الوان دښتې څخه تر ارغندي او د کابل تر ترخېل پورې د برېښنا د سټېشنونو بیارغونې کار پيل شوه.
د خبر پر بنسټ نوموړي زیاته کړې، چې د دې چارې له بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستانه د زر میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه هم برابره شي.
د سرپرست وزیر په وینا د حکومت د امیر له لوري د کورنۍ انرژي پر بنسټ د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید فرمان یې هم ترلاسه کړی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت د مسوولینو په وینا له بېلابېلو سرچینو د برېښنا د انرژۍ د لا زیات تولید لپاره یې له ګڼو پانګوالو سره هم کتلي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پانګوال خپلې پانګونې هم پیل کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/